د میدان وردگ ولایت د پوهنتون او د لوگر ولایت د څرخ ولسوالۍ د ښوونکو ښارګوټي تفصیلي پلانونه لاسلیک شول
۱۴۴۴/۰۹/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د میدان وردګ ولایت د پوهنتون او د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلانونه لاسلیک کړل.
یاد تفصیلي پلانونه د کور او ښار جوړولو وزارت د ماسټر پلان او تفصیلي پلانونو د ریاست انجنیرانو او متخصصینو له خوا ترتیب شوي دي.
د ښاري چارو محترم مرستیال د یاد ریاست له مسؤلینو د مننې ترڅنګ یادونه وکړه، چې د دې پلانونو په لاسلیک سره د هېواد ابادۍ او پرمختګ پر لور یو بل عملي ګام هم واخیستل شو، چې په خبره یې اړینه ده دغه چارې پراخه او چټکې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سکتور د یو باوري بنسټ په توګه د پراختیایي پالیسیو او پلانونو په رامنځته کولو په ښارونو کې ټولنیزه او اقتصادي وده رامنځته کوي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.
