په کابل ښار کې د خوشحال‌ خان د سیمې د ودانیو د قانوني وضعیت د څارنې لپاره د ښاري سرغړونو ریاست تخنیکي ټیم لیدنه وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۵۲
خوشحال خان

1447/05/19

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال‌خان له سیمې څخه د ودانیو د قانوني وضعیت د څارنې او ارزونې لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، یاده لیدنه د ښاري سرغړونو د ریاست د نظارت او رسیدګي آمریت او د عامه پوهاوي آمریت د استازو په ګډه ترسره شوه، چې موخه یې د غیرقانوني جوړونو مخنیوی او دودانیزو چارو د تخنیکي معیارونو ارزونه وه.

د نوموړي په خبره، په یاده سیمه کې په ځینو برخو کې د تفصیلي پلان تطبیق ندی شوی او یو شمېر ودانۍ په غیرپلاني ډول جوړې شوې دي. د څارنې پر مهال، د عامه پوهاوي ټیم د پروژو مالکانو ته د ښار جوړولو د اصولو، ضوابطو او د رسمي جواز د اخیستو د اړتیا په اړه لازمې لارښوونې وړاندې کړې، تر څو له راتلونکو سرغړونو مخنیوی وشي.

په پای کې، له ټولو مالکانو غوښتنه وشوه چې د خپلو پروژو اسناد او رسمي جوازونه د ښاري سرغړونو ریاست ته وړاندې کړي، څو له تصویب شویو پلانونو سره یې مطابقت وڅېړل شي. ریاست ټینګار وکړ چې د هر ډول سرغړونې په صورت کې به قانوني او اصولي اقدامات ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د دوامدارو څارنو، ارزونو او عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې هڅه کوي چې غیرپلاني جوړونې کنټرول، د ښاري نظم ټینګښت او د معیاري ښار جوړولو فرهنګ پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۱
Background image

د لوی نظارت د الحاقیې ودانۍ او د مخابراتو وزارت د جومات د پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د لابراتوار محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د لوی نظارت د ودانۍ د الحاقیې او د مخابراتو محترم وزارت د جومات د ودانۍ له پروژو څخه څارنه وکړه.

د لوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت