د ملګرو ملتونو مسؤلیت هم ده، چې د افغان مهاجرو د حقوقو خوندیتوب لپاره کار وکړي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۴:۱۹
.

۱۴۴۶/۱۰/۲۶

د اسکان دایمي کمېټې چې مشري یې د کور او ښار جوړولو وزارت کوي، په سرپُل ولایت کې افغان مهاجرو ته نمرې ووېشلې.

مهاجرو ته د نمرو د وېش په مراسمو کې د سرپُل مرستیال والي وویل، مهاجرو ته د ځمکو د وېش بهیر پیلېدل په نېک پال نیسي او خوښ دی چې په دغه ولایت کې هم بې وزله مهاجرو ته د کورونو جوړولو په موخه د نمرو د وېش بهیر پیل شو.

په مراسمو کې، د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ښاغلي اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، امارت به شته امکانات د خپلو مهاجرو ورونو په خدمت کې ورکړي او مهاجر دې هم خپل هېواد ته راستانه شي.

ښاغلي حنفي وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د اسکان دایمي کمېټه کار کوي چې په هر ولایت کې د مهاجرو د دایمي مېشتېدو لپاره ځمکې تشخیص کړي، سروې یې بشړه کړي او د نورو تخنیکي چارو ترڅنګ یې تفصیلي پلان چمتو کړي چې بیا د لییست مطابق پر بې وزله مهاجرو وېشل کېږي.

سرپل کې مهاجرو ته د نمرو د وېش مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، امارت خپلې هڅې روانې کړي دي، خو نړیوال او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه هم مسؤلیت لري چې د افغان مهاجرو د حقوقو خوندیتوب لپاره کار وکړي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، سرپُل ولایت کې چې کوم ښارګوټی جوړ او ځمکې یې وېشل کېږي، په (۱۲۴۷) جریبه ځمکه کې جوړ ده، چې (۱۰۵۳) نمرې لري او په ټولو ښاري معیارونو برابر شوی دی.

مساجد، ښوونځي، کتابتون، سوداګریزې ساحې او د ژوند نورې اسانتیاوې په کې په پام کې نیول شوي دي.

په اخر کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د خپلو خلکو د خدمت لپاره له (الله ج) توفیق وغوښت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت