د ملي راډیو ټلوېزیون برسېره ډیری خصوصي رسنۍ د کور او ښار جوړولو وزارت سره همکارې دي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۲:۱۷
pc

۱۴۴۴/۰۸/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې د تمدن خصوصی ټلوېزیون له مشر محمد جواد محسني او مل پلاوي سره وکتل.

محترم شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، د ملي راډیو ټلوېزیون برسېره د هېواد ډیری خصوصي رسنۍ د کور او ښار جوړولو وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې نشروي او دغه برخه کې یې تر خپلې وسې همکاري کړې ده، چې مننه ترې کوو.

نوموړي زیاته کړه، ډیری ټلوېزیونونه او په ځانګړې توګه تمدن ټلوېزیون له وزارت سره د نشراتو برخه کې د همکارۍ ترڅنګ اسلامي خپرونې کوي، چې خلکو ته د اسلام دین پوهاوی ورکوي او د افغانستان ورونو قومونو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي لپاره کار کوي.په دغه کتنه کې د تمدن ټلوېزیون مشر محترم محمد جواد محسني د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې هم د همکارۍ په موخه ټټر وډباوه او زیاته یې کړه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت سره به د دې وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په نشرولو کې همکارۍ ته دوام ورکوي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۰
Background image

د کابل ښار د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیله باغ استوګنیزه پروژه د یاد وزارت له مهمو او سترو و پروژو څخه ده، چې د چین هېواد د بې‌عوَضه مرستو په مټ رغول کېږي.

د یادې پروژې مسؤلین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۵
Background image

په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د یوې ودانیزې پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د احاطې دیوال، سنګ‌ کارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۵۲
Background image

په کابل ښار کې د خوشحال‌ خان د سیمې د ودانیو د قانوني وضعیت د څارنې لپاره د ښاري سرغړونو ریاست تخنیکي ټیم لیدنه وکړه

1447/05/19

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال‌خان له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت