د لوړو زده کړو وزارت اړوند د نیمه کاره پروژو په تړاو خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۴۸
.

۱۴۴۶/۴/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د لوړو زده وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد حامد حسیب سره د یاد وزارت اړوند نیمه کاره پروژو د برخلیک معلومولو په تړاو خبرې وکړې.

په ناسته کې، د لوړو زده کړو وزارت محترم مرستیال حافظ محمد حامد حسیب وویل، وزارت یې په ځینې ولایتونو کې د پوهنتونونو لپاره ودانۍ نه لري او په خبره یې اړتیا ده چې نیمه کاره پروژې یې بشپړې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، د ټولو نیمه کاره پروژو د چارو د ځنډ لامل د پراختیایي بودیجې کمښت دی، چې په خبره یې که خپله د لوړو زده کړو محترم وزارت هم بودیجه ترلاسه کړي، نو د کور او ښار جوړولو وزارت په هماغه ورځ چمتو دی چې پاتې چارې پیل او بشپړې یې کړي.

ښاغلي وزیر وویل، ټول هغه وزارتونه چې د کور او ښار جوړولو له وزارت سره یې پروژې په نیمه حالت کې پاتې دي، بودیجه دې ترلاسه کړي چې دغه وزارت یې د پروژو اړوند پاتې چارې پیل او بشپړې کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه په سمه توګه اداء او د هیواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت