د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د سوداګریز مارکېټ له پروژې څخه نظارت ترسره شو
۱۴۴۸/۳/۱۱
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د قرغیو ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند دسوداګریز مارکېټ له پروژې څخه نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د وروستي منزل د لوېدیځې برخې د چت د سیخ تړلو چارې وکتل شوې او له تخنیکي ارزونې وروسته د کانکریټ اچونې اجازه ورکړل شوه.
همدارنګه، د لومړي او دوهم پوړ د هټیو د پلسترکارۍ او د درېیم پوړ د استوګنیزو کورونو د خښتو اېښودلو چارې روانې وې.
تخنیکي ټیم د قراردادي شرکت مسؤل انجینر ته سپارښتنه وکړه چې ساختماني چارې د منظور شوې نقشې، تخنیکي معیارونو او ټاکل شوو احجامو مطابق ترسره کړي.
