د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څارنه وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۵۰
لابراتوار

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څخه څارنه وکړه.

په دې لړ کې د استقلال استوګنیز ښارګوټي، الشفاء روغتون، پنځم مکرویان، د لویې څارنوالۍ د نظارت او فرمانونو د تعقیب اړوند ادارې الحاقیه بلاکونو، د بهرنیو چارو وزارت ستراتیژیکو مطالعاتو، د استوګنې د برابرولو ۱۲ پوړیز بلاک، د متحده عربي اماراتو مسجد (شیخ زاید)، د سترې محکمې حویلیو او قطر استوګنیز ښارګوټي پروژو د چارو وضعیت وکتل شو.

د څارنې پر مهال د بېلابېلو پروژو د ساختماني او لابراتواري چارو د کیفیت، د ساختماني موادو د کارونې، د سړک جوړونې د طبقو، کانکریټي کارونو او اړوندو کیفیتي ازموینو بهیر و ارزول شو او د ځینو پروژو د روانو چارو د کیفیت د لا ښه تضمین په موخه لازمې تخنیکي سپارښتنې وشوې.

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د پروژو له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې د ساختماني چارو ټول پړاوونه د منظور شوو نقشو، مشخصاتو او تخنیکي معیارونو مطابق، د کیفیت له اصولو سره سم او د اړوندو انجنیرانو تر څارنې لاندې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول اړوند تخنیکي پروسو ته په ځانګړې توګه پاملرنه کوي او د لابراتواري څارنې او معیاري ازموینو له لارې هڅه کوي چې په ساختماني پروژو کې د کار کیفیت او تخنیکي معیارونه لا پیاوړي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۱۸ کیلومتره متوسط ولتاژ برېښنايي فیدر د مسیر تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیاعمومي ریاست تخنیکي ټیم، د افغانستان برېښنا شرکت له مسؤلینو سره په همغږۍ، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ۱۸ کیلومتره متوسط. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنتروول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم له لوري د پخوانیو نظارتونو په تعقیب، د کاري. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت