د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳
یوولسمه ناحیه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنتروول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم له لوري د پخوانیو نظارتونو په تعقیب، د کاري پلان له مخې د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د لیسې مریم له بازار، د غلام حیدر خان ښوونځي له ساحې څخه تر خشت هوختیف څلورلارې پورې، د روانو ودانیزو چارو او شنو ساحو د وضعیت د ارزونې په موخه نظارت ترسره شو.

د نظارت په جریان کې هغه ودانیزې پروژې چې د نافذه قوانینو، منظور شوو ښاري پلانونو او د ګاونډیو د حریم د احتمالي نقض نښې یې لرلې، په ځانګړي ډول د غیرمجازو کړکیو او پنجرو د جوړولو موارد، تر تخنیکي ارزونې لاندې ونیول شول.

همدارنګه، له هغو ملکیتونو او پروژو څخه چې مالکینو یې د ملکیت اړوند رسمي اسناد، جوازونه او نور لازم مدارک وړاندې کړي نه وو، غوښتنه وشوه چې یاد اسناد د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو د اسنادو له دقیقې ارزونې او له منظور شوو ښاري پلانونو سره د مطابقت وروسته، د هر ډول احتمالي سرغړونې د تثبیت په صورت کې د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره شي.

د دې نظارت موخه د ښاري پلانونو مطابق د ودانیو د جوړولو د بهیر ارزونه، د بې ‌نظمې ښاري پراختیا او له اندازې زیاتې تراکم مخنیوی، د شنو ساحو ساتنه، د ګاونډیو د حریم او حقوقو رعایت، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت د لا ښه تنظیم زمینه برابرول دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونه د منظور شوي کاري پلان له مخې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې خپل نظارتونه په دوامداره او هدفمند ډول ترسره کوي او د هر ډول ښاري او ساختماني سرغړونې د تثبیت په صورت کې به د نافذه قوانینو او مقرراتو مطابق لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنتروول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم له لوري د پخوانیو نظارتونو په تعقیب، د کاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳۶
Background image

خوست کې د ښاري پلانونو د تطبیق او ودانیزو چارو له بهیر څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۴/۱۵

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت او تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیم د دغه ولایت په دوهمه، درېیمه او څلورمه ناحیو کې د ښاري پلانونو د تطبیق او روانو ودانیزو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت