د فراه ښار د ستراتېژیک انکشافي پلان اصلاحي بڼه تائید شوه
۱۴۴۷/۷/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د فراه ښار د ستراتېژیک انکشافي پلان پر اصلاحي نسخه د تائید لاسلیک وکړ.
د یاد پلان له مخې به د فراه ښار ښاري پراختیا په منظم، معیاري او دوامدار ډول تنظیم او پر مخ یووړل شي.
د فراه ښار د ستراتېژیک انکشافي پلان منظوري به دا زمینه برابره کړي، چې دغه ښار د ښاري اصولو او معیاري نقشو له مخې پراختیا ومومي، د استوګنې، سوداګریزو، خدماتي او شنو ساحو ترمنځ توازن رامنځته شي او خلکو ته د ژوند لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د یاد پلان پلي کېدل به د فراه ښار د نفوس د زیاتوالي، اقتصادي فعالیتونو او راتلونکو اړتیاوو ته په کتو، د بېنظمې پراختیا مخه ونیسي او د ښاري خدمتونو د ښه والي، سړکونو، عامه تاسیساتو او بنسټیزو زیربناوو د پراختیا لپاره به یو روښانه چوکاټ رامنځته کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ټینګار کوي چې د پلانونو د جوړولو په مهال دې د ځمکو اهمیت، د پلان ارزښت او د خلکو اړتیاوې په بشپړه توګه په پام کې ونیول شي، ترڅو د ځمکو مدیریت په سالمه بڼه ترسره شي.
