په سرپل کې د پلچک پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۴:۲
سرپل

۱۴۴۷/۰۷/۱۶

د سرپل ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د جرجرک کلي په مسیر کې د کوهستاناتو او البدر ولسوالۍ د یو پایه پلچک پروژې له نږدې څارنه وکړه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې کانکریت کار بشپړ شوی، رینګونه او ډبري دواړه اړخونه په ځای شوي دي، او د پروژې د پرمختګ اړوند نور کارونه روان دي.

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وویل، د پروژې د کیفیت د لوړولو او د پرمختګ د ښه والي لپاره د قراردادي شرکت مسؤلینو ته اړینې تخنیکي لارښوونې هم ورکړل شوې.

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د ودانیزو او پراختیايي پروژو د څارنې لپاره دوامداره څارنه او ارزونه ترسره کوي، ترڅو ټولې پروژې د پلان، معیارونو او د خلکو د اړتیاوو سره سم پر وخت بشپړې شي او کیفیت یې تضمین شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت