د فراه په ولايتي روغتون کې دوه انتظارخونې جوړې شوې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۶ - ۹:۹
فراه

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ناروغانو لپاره د اسانتياو رامنځته کولو په موخه د فراه په ولايتي روغتون کې دوه انتظارخونې جوړې کړي او ډير ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

هره يوه انتظار خونه په ۳۵۶ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول په ۱۴ ميليونه ۲۰۰ زره افغانۍ جوړه شوې چې د جمهوري رياست عالي مقام د چارو ادارې له عملياتي واحد بوديجې څخه ورکول شوي. د دې انتظار خونې په جوړېدو سره به نه يوازې د فراه ولايت په روغتون کې د انتظار خونې د نه‌شتون له امله رامنځته شوې ستونزې حل شي، بلکې د روغتيا په برخه کې به ارامه او مناسب چاپېريال هم برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت