د طبي شورا پر وړاندې ستونزې او ننګونې بررسي شوې

1444/12/08
دکور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې دطبي شورا له محترم رئیس ډاکټر ګل محمد عثماني او مل پلاوي سره وکتل او د طبي شورا پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه یې خبرې وکړې.
په ناسته کې د طبي شورا محترم رئیس د دې شورا د تشکیلاتو او د افغانستان د طبي شورا د کړنو په اړه د کور او ښار جوړولو محترم وزیر ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، د افغانستان طبي شورا اړتیاو ته په کتو، د ناروغانو مصونیت، معیار او د خصوصي سکتور د روغتیا برخې څخه د څارنې په موخه جوړه شوې ده.
دغه راز یې د کور او ښار جوړولو له محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني څخه وغوښتل چې د شته ستونزو او ننګونو په له منځه وړلو کې ور سره مرسته وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر د افغانستان په طبي شورا کې د شته ستونزو او ننکونو د حل او د لا پرمختګ په موخه لازمې مشورې وړاندې کړې.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.