د شبرغان ښار د زرګرۍ لارې د کانکرېټ اچولو پروژه بشپړه او پرانستل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۰:۰
عکس

۱۴۴۵/۰۶/۲۰

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د زرګرۍ لارې د کاکنرېټ اچولو پروژه تر دقیق څار لاندې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ملا عبدالله فیضان وایي، د پرانستې په دغه مراسمو کې د جوزجان محترم والي ګل حیدر شفق، د شبرغان ښاروال، د چاپېریال ساتنې رئیس، د امر بالامعروف او نهی عن المنکر رئیس، د اطلاعات او فرهنګ رئیس، د ټولګټو چارو رئیس او د شبرغان ښاریانو برخه اخیستې وه.

مسؤلینو یاده پروژه مهمه او خلکو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې اغېزناکه بللې ده.

ځایي اوسېدونکو هم د یادې پروژې په اړه خوښي ښودلې او د لا زیاتو پراختیایي کارونو د پیلولو او ګټې اخیستلو غوښتنه یې کړې ده.

په دغه پروژه کې د ولایتي ۲۰۰ بستریز روغتون سړک کانکرېټ، د سرې میاشتې سړک لوېدیځ لوری، د دشت لیلیې شهیدانو څلور لارې ته څېرمه سړک او د میسګرۍ پاتې برخې شاملې دي، چې د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینرۍ ټیم تر څارنې لاندې رغول کېږي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په تېر یو کال کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې وڅېړل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په تېر یو کال (۱۴۰۴) کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې څېړلې او ارزولې دي.

دغه «۱۸۰» ودانیزې نقشې د یاد وزارت د ودانیو او ساختماني تاسیساتو د طرح او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۱۸
Background image

د ارزګان په ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

تر دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

په لوګر ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د استوګنیزو نمرو د خط اچولو چارې روانې دي

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، راستنېدونکو مهاجرینو ته د استوګنې د زمینې برابرولو په موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښارګوټو د جوړېدو او د ځمکو د وېش لړۍ روانه کړې ده.

پ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت