د ارزګان په ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۱۸
ارزګان

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

تر دې وړاندې د هېواد په کچه د مهاجرینو د ټو ښارګوټو  تفصیلي پلانونه داسې ډیزاین شوي وو، چې په کې پنځه بسوه یي، لس بسوه یي او پنځلس بسوه یي نمرې شاملې وې او یوازې هغه راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته ورکول کېدې، چې افغانستان کې یې ځمکه نه درلوده، کور یې نه درلود او نه یې هم اقتصادي وضعیت دومره پیاوړی و، چې ځان ته مناسبه سرپناه برابره کړي.

اوس دغه چاره، د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم سره سم ټولې نمرې پنځه بسوه یي شوې او هرې راستنېدونکې مهاجرې کورنۍ ته ورکول کېږي.

پر همدې بنسټ، اړتیا ده چې د ټولو ولایتونو اړوند د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي پلانونه اصلاح شي او یو ځل بیا د تطبیق لپاره اړوندو مراجعو ته وسپارل شي.

په دې لړ کې د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړوند د مهاجرو د ښارګوټي تفصیلي پلان هم اصلاح او د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري تائید او لاسلیک شو. 

دغه ښارګوټی په 1826.24 جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې په کې 2619 استوګنیزې نمرې او ټول اړین ښاري خدمات، عامه تأسیسات او بنسټیزې اسانتیاوې په معیاري ډول په پام کې نیول شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۱
Background image

ښاري تخلفات او غیر پلاني ابادي، ستونزې پیدا کوي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت یې مخنیوی کوي

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونود مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو مخکنیو څارنو د دوام په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

په کابل ښار کې د نقلیه وسایطو د تم‌ځایونو د جوړولو لپاره، د لوړو ودانیو له مالکانو سره خبرې وشوې

۱۴۴۸/۲/۶

په کابل ښار کې د تګ راتګ په مهال د موټرو ګڼه ګوڼه او د تمځایونو کمښت، هغه ستونزه ده چې خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.

د همدې ستونزې د حل لپاره د هېواد په کچه د بېلا بېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۴۲
Background image

تهیه و تدارک 39 قلم رنگ باب(کارتریج)مورد ضرورت وزارت شهرسازی و مسکن سال مالی 1405

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

بدینوسیله به اطلاع عموم داوطلبان رسانیده میشود که وزارت شهر سازی و مسکن در نظر دارد تا تهیه و تدارک 39 قلم رنگ باب(کارتریج)مورد ضرورت وزارت شهرسازی و مسکن. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت