د سیلاب ځپلو، داخلي بې ځایه شوو، د نورو طبعي پېښو څخه زیانمن شوو او بې سرپناه افغانانو سره د مرستې راټولولو په موخه ناسته وشوه
![picture](/sites/default/files/2024-05/1_10.jpeg)
۱۴۴۵/۱۱/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ هغې کمېټې ناسته وکړه چې په ترکیب کې یې د مالیې محترم وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم وزارت، د کلیو بیارغونې او پراختیا محترم وزارت، د اقتصاد محترم وزارت، او طبعي پېښو ته د چمتوالي محترم وزارت غړیتوب لري.
یاده ناسته د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د (۵۳۴۹) ګڼې حکم د پلي کېدا په موخه ترسره شوه.
په ناسته کې بحث وشو چې څنګه کېدای شي د سیلاب ځپلو، داخلي بې ځایه شوو، د نورو طبعي پېښو څخه زیانمن شوو او بې سرپناه افغانانو سره د مرستې راټولولو چارې چټکې پر مخ ولاړې شي او له امله یې زیانمنو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته وشي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د هر وزارت لپاره خپل کاري استقامت په ګوته کړ او غوښتنه یې وکړه چې ټولې چارې دې په همغږۍ او همکارۍ پر مخ لاړې شي.
په پام کې ده چې د مالیې محترم وزارت له لوري به د یادې موخې په پار په سوداګریزو بانکونو کې بانکي حسابونه پرانستل شي.
له ټولو په کور دننه او بهر مېشتو افغانانو، ملي او نړیوالو بنسټونو او نورو حکمي او حقیقي اشخاصو غوښتنه کېږي چې خپلې مرستې د رامنځته کېدونکو بانکي حسابونو له لارې ترسره کړي.
موخه دا ده چې د کېدونکو مرستو لپاره یو شفاف (روڼ) ادرس پیدا او له مخې یې اړمنو هېوادوالو سره مرستې وشي.
په پام کې ده چې د یادې کمېټې دویمه ناسته به د همدې اونۍ په اوږدو کې وشي او تر هغې به اړوند وزارتونه د لومړنیو اقداماتو او سروې په موخه خپل، خپل پلانونه ترتیب او د وروستیي تصمیم په موخه به یې په راتلونکې ناسته کې د کمېټې له مشرتابه سره شریک کړي.