د سرپل ولایتي شورا اداري ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۲ - ۷:۴۶
سرپل

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د سرپل ولایتي شورا اداري ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.

دا دوه پوړیزه اداري ودانۍ په ۷۱۰ متر مربع ځمکه کې چې ۸ اداري دفترونه، ۱ کنفرانس خونه، ۱ د ډوډۍ خوړلو سالون، ۱ پخلنځی، ۱ د معلوماتو خونه او ۹ معیاري تشنابونه لري د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه جوړه شوې ده.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د ټولګټو پروژو په عملي کولو د هېواد په کچه سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې کړې او همداراز خلکو ته د اساسي خدماتو وړاندې کولو کچه لوړوي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۳:۵۸
Background image

په جوزجان کې د غله ‌منډوي مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

له ودانیزو پروژو څارنه او مدیریت د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلیت دی، چې په بشپړې ژمنتیا دغه مسؤلیت سرته رسوي.

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۵۳
Background image

د کابل ښار په جنگلک سیمه کې د استوګنیزو کورونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې څارنې په لړ کې، د کابل ښار د جنگلک په سیمه کې د استوګنیزو حویلیو د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۳۸
Background image

په بلخ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو د څاه د کیندلو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۷/۲۲

په بلخ ولایت کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د پاکو اوبو د تأمین په موخه د اوبو د څاه د کیندلو چارې په بریالیتوب سره بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شوې.

د دې پروژې په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت