د سایبري امنیت د پیاوړتیا په موخه د اړوندو ادارو ګډه تخنیکي ناسته وشوه
۱۴۴۸/۳/۱۳
د اسلامي امارت د وزیرانو شورا د وړاندیز له مخې، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني په مشرۍ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت د استخباراتو لوی ریاست، او ملي احصایې او معلوماتو ادارې د استازو په ګډون د سایبري امنیت د خوندیتوب او پیاوړتیا په موخه ګډه تخنیکي ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د هېواد د سایبري امنیت د اوسني وضعیت، د معلوماتي سیستمونو د خونديتوب، احتمالي سایبري ګواښونو او زیانونو، د تخنیکي بنسټونو د پیاوړتیا او د سایبري پېښو پر وړاندې د اغېزمن غبرګون په اړه هراړخیز بحث وشو.
ګډونوالو د اړوندو ادارو د معلوماتي سیستمونو او شبکو د امنیت د پیاوړتیا، د حساسو معلوماتو د خوندي ساتنې، د احتمالي سایبري بریدونو د مخنیوي او د امنیتي پېښو د مدیریت په برخه کې شته ستونزې او تخنیکي ننګونې مطرح کړې او د دغو ستونزو د حل لپاره یې خپل مسلکي نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
په ناسته کې ټینګار وشو چې د سایبري امنیت د مؤثرې ساتنې لپاره د ادارو ترمنځ همغږي، د امنیتي معیارونو او تخنیکي کړنلارو یو شان کول، د معلوماتي سیستمونو د امنیتي ارزونو ترسره کول، د احتمالي ګواښونو پر وخت تشخیص او د سایبري پېښو پر وړاندې د چټک او منظم غبرګون میکانیزمونه اړین دي.
د ناستې په پای کې د ګډونوالو ادارو او وزارتونو له استازو څخه د یوې ګډې تخنیکي کمېټې د جوړېدو پرېکړه وشوه.
یادې تخنیکي کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د سایبري امنیت اړوند ټول تخنیکي، امنیتي او اداري اړخونه په هر اړخیز ډول وڅېړي، موجودې ستونزې او احتمالي خطرونه مشخص کړي او د حل لپاره یې عملي او معیاري لارې چارې طرحه کړي.
همداراز، کمېټې ته دنده ورکړل شوه چې د اړوندو ادارو له ګډو نظریاتو او تخنیکي ارزونو وروسته یوه هر اړخیزه مسوده جوړه کړي، ترڅو په راتلونکې ګډه ناسته کې پرې بحث او وروستۍ کتنه وشي او له تأیید وروسته د وزیرانو محترمې شورا ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.
د دې ناستې ترسره کېدل د سایبري ګواښونو پر وړاندې د هېواد د معلوماتي او ډیجیټلي بنسټونو د خونديتوب، د ادارو ترمنځ د تخنیکي همغږۍ د پیاوړتیا او د سایبري امنیت د یو منظم او ګډ میکانیزم د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
