د سایبري امنیت د پیاوړتیا په موخه د اړوندو ادارو ګډه تخنیکي ناسته وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۲۵
سایبری

۱۴۴۸/۳/۱۳

د اسلامي امارت د وزیرانو شورا د وړاندیز له مخې، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په مشرۍ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت د استخباراتو لوی ریاست، او ملي احصایې او معلوماتو ادارې د استازو په ګډون د سایبري امنیت د خوندیتوب او پیاوړتیا په موخه ګډه تخنیکي ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د هېواد د سایبري امنیت د اوسني وضعیت، د معلوماتي سیستمونو د خونديتوب، احتمالي سایبري ګواښونو او زیانونو، د تخنیکي بنسټونو د پیاوړتیا او د سایبري پېښو پر وړاندې د اغېزمن غبرګون په اړه هراړخیز بحث وشو.

ګډونوالو د اړوندو ادارو د معلوماتي سیستمونو او شبکو د امنیت د پیاوړتیا، د حساسو معلوماتو د خوندي ساتنې، د احتمالي سایبري بریدونو د مخنیوي او د امنیتي پېښو د مدیریت په برخه کې شته ستونزې او تخنیکي ننګونې مطرح کړې او د دغو ستونزو د حل لپاره یې خپل مسلکي نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

په ناسته کې ټینګار وشو چې د سایبري امنیت د مؤثرې ساتنې لپاره د ادارو ترمنځ همغږي، د امنیتي معیارونو او تخنیکي کړنلارو یو شان کول، د معلوماتي سیستمونو د امنیتي ارزونو ترسره کول، د احتمالي ګواښونو پر وخت تشخیص او د سایبري پېښو پر وړاندې د چټک او منظم غبرګون میکانیزمونه اړین دي.

د ناستې په پای کې د ګډونوالو ادارو او وزارتونو له استازو څخه د یوې ګډې تخنیکي کمېټې د جوړېدو پرېکړه وشوه.

یادې تخنیکي کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د سایبري امنیت اړوند ټول تخنیکي، امنیتي او اداري اړخونه په هر اړخیز ډول وڅېړي، موجودې ستونزې او احتمالي خطرونه مشخص کړي او د حل لپاره یې عملي او معیاري لارې چارې طرحه کړي.

همداراز، کمېټې ته دنده ورکړل شوه چې د اړوندو ادارو له ګډو نظریاتو او تخنیکي ارزونو وروسته یوه هر اړخیزه مسوده جوړه کړي، ترڅو په راتلونکې ګډه ناسته کې پرې بحث او وروستۍ کتنه وشي او له تأیید وروسته د وزیرانو محترمې شورا ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.

د دې ناستې ترسره کېدل د سایبري ګواښونو پر وړاندې د هېواد د معلوماتي او ډیجیټلي بنسټونو د خونديتوب، د ادارو ترمنځ د تخنیکي همغږۍ د پیاوړتیا او د سایبري امنیت د یو منظم او ګډ میکانیزم د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت