د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د تېلو ټانک د جوړولو په موخه توپوګرافي سروې بشپړه شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۶
سروبي

۱۴۴۸/۳/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د تنګي غارو په سیمه کې د یوه باب تېلو ټانک د جوړولو لپاره د ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.

د ترسره شوې سروې پر مهال د یادې ساحې اړوند تخنیکي معلومات او د ځمکې مشخصات ثبت او تثبیت شول، د سروې شوې ځمکې ټول مساحت ۳،۰۶۸ متره مربع دی.

د دې سروې موخه د یادې ساحې لپاره د تېلو ټانک د جوړولو د پلان د ترتیب او د راتلونکو ساختماني چارو لپاره د لازم تخنیکي بنسټ برابرول دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم په هېواد کې د پراختیایي او ساختماني پروژو لپاره د اړتیا وړ سروې او تخنیکي معلوماتو د برابرولو په برخه کې خپلو چارو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت