د ساختماني پروژو د تسلیمۍ پروسه و ارزول شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۵ - ۱۴:۱۲
dfvgd

۱۴۴۳/۰۹/۱۳

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې د ساختماني پروژو اړوندو مسؤلینو او د وزارت له کارکوونکو سره وکتل او د پراختیایي پروژو د تامیناتو پیسو او د پروژو د تسلیمۍ پروسه یې وارزوله.

لومړی د وزارت اړوند مسؤلینو د تسلیم شوو پروژو، تر کار لاندې پروژو، او تسلیمۍ ته چموتو پروژو په اړه معلومات ورکړل او په دغه برخه کې د شته ستونزو په اړه یې یادونې وکړې.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني د ټولو هغه پروژو د برخلیک معلومولو په اړه خبرې وکړې چې په تېر حکومت کې پیل شوې او زیاته کړه چې په اړه دې له د ملي پراختیا شرکت سره دې ستونزې شریکې او د یوې طرحې له جوړولو وروسته دې عملي اقدامات وکړي.

مولوي نعماني ټینګار وکړ چې د تامیناتو او تضمیناتو د ورکړې پروسه دې چټکه شي او له داسې لارو چارو دې کار واخیستل شي چې نه امارت او نه عام خلک زیانمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت