د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه
۱۴۴۸/۵/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري ازموینو او ودانیزو چارو د بهیر څارنه ترسره کړه.
د څارنې په لړ کې د نوي کابل ښار د لابراتوار د نوې ودانۍ د جوړولو چارې و ارزول شوې، د کار د بهیر د ورو پرمختګ له امله قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د پروژې چارې چټکې کړي. همدارنګه، د لابراتوار مسؤلو انجینرانو ته د اړوندو تخنیکي چارو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
د الشفاء روغتون په پروژه کې د سړک د ډبرین فرش، د شنې ساحې د جدولونو او د مرمر ډبرو د نصب لپاره د کارېدونکو موادو څارنه وشوه، همدارنګه، د موټرو د تم ځای ودانۍ په دویمه زیرزمینې پوړ کې د کانکریټ د فشاري مقاومت ازموینه ترسره شوه، د ازموینې پایله د اړوند معیار او د پروژې د مشخصاتو له مخې د منلو وړ وه.
همدارنګه، د لویې څارنوالۍ د څارنې او فرمانونو د تعقیب د ادارې د الحاقیې درې بلاکونو د پليلارو د تراکم د ازموینې پایلې هم وڅارل شوې، تر دې وړاندې د تراکم د ازموینې پایله د پروژې له مشخصاتو سره برابره نه وه؛ له بیا ټینګولو وروسته ازموینه تکرار شوه او دا ځل یې پایله د منلو وړ وبلل شوه.
د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د یادو پروژو قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې ساختماني او لابراتواري چارې د منظور شویو نقشو، تخنیکي مشخصاتو او انجنیري معیارونو له مخې، د څارونکو انجینرانو تر نظارت لاندې ترسره کړي او د کار کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
