د درې اړخیزه هوکړه لیک په تطبیق سره به په هېواد کې د ټاپي پروژې د پلي کېدو چارې ژر پیل شي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۸:۰
کابل

دا خبره محمود کرزی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر او هارون چخانسوری د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر په هغه خبري ناسته کې چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت او د ټاپي پروژې د تطبیق کوونکي شرکت ترمنځ د درې اړخیزه هوکړه لیک د لاسلیک کولو په مناسبت جوړه شوې وه وویل.

دا هوکړه لیک د ټاپي پروژې د استملاک قانون په رڼا کې د اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ د کچې د لوړولو، د استملاک چارو د ګړندي کولو او د ټاپي پروژې د عملي چارو د ژر پیل لپاره جوړ شوی دی.

په دې کنفرانس کې ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیرانو وویل: "د ټاپي پروژې د تطبیق پر وړاندې حقوقي او تخنیکي ستونزې حل شوي او د دې هوکړه لیک په پلي کېدو سره به د پروژې عملي چارې ژر پیل شي."

د دې هوکړه لیک پر اساس به یو ځانګړی واحد جوړ شي چې په دې سره د ټاپي پروژې د مالکیت حق د تثبیت او د ځمکو د استملاک چارې ګړندی او د یادې پروژې عملي کارونه به ژر پیل شي. سربېره پردې، د دې هوکړه لیک په رڼا کې په پام کې ده چې د ټاپي پروژې د چارو د ښه تنظیم او مدیریت، کاري ټیمونو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو او په سیمه کې د ستونزو د حل لپاره د رهبرۍ کمیټه هم رامنځته شي.

د ټاپي پروژې په بشپړ تطبیق سره به، افغانستان هر کال د ګازو د ترلاسه کولو سربېره، پاکستان او هندوستان ته د ګازو د ټرانزیت له لارې څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي. همداراز، د دې پروژې په تطبیق سره د اقتصادي فرصتونو ترڅنګ، د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو زرګونه هېوادوالو ته به کاري فرصتونه پیدا شي. 

د ټاپي پروژې مجموعي اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره ده چې دا نل لیکه، د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته انتقالوي. د دې مجموعي رقم څخه ۸۱۴ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تیریږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۲:۴
Background image

د پنجشېر ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۸/۵/۱۵

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند موظفو انجینرانو د ولایت مقام د لارښوونې او د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست د وړاندیز پر بنسټ، د یاد ریاست د اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۲
Background image

د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د جامع جومات د جوړولو چارې ۵۰ سلنه پرمختګ لري

۱۴۴۸/۵/۱۵

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجینري ټیم د خروار ولسوالۍ په ګران کلي کې د یوه باب جامع جومات د جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد جامع جومات د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د ارزګان ولایت د هوايي ډګر د پارکینګ، دروازې او سړک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت د هوايي ډګر د شنو ساحو، د موټرو تمځای، دروازې او سړک د ساختماني چارو د پرمختګ ارزولو په موخه له اړوندې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت