د خواجه رواش هستوګنیز ښارګوټي د ستونزو پر حل خبرې وشوې
![عکس](/sites/default/files/2024-06/whatsapp_image_2024-06-05_at_3.11.59_pm.jpeg)
۱۴۴۵/۱۱/۲۸
د کور اوښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د خواجه رواش ښارګوټي د اوسېدونکو له استازو سره وکتل.
د خواجه رواش ښارګوټي استازو د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر ته په یاد ښارګوټي کې د بېلا بېلو ستونزو په اړه خبرې وکړې.
دوی زیاته کړه، د خواجه رواش ښارګوټی یو معیاري ښارګوټی دی، چې باید د دې ښارګوټي هغه ټولې چارې چې په پام کې نیول شوې وې، تر سره شي.
په یاد ښارګوټي کې د ښوونځي، روغتیایي کلینیک، تفریحي پارک، وړکتون او نورو اسانتیاوو نشتون یاد کړ، چې په خبره یې اړتیا ده جوړ شي.
د ناستې په دوام، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني یادو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یادونه وکړه، چې د یاد ښارګوټي لومړني اسناد به وګوري که یاد شوي موارد د وزارت مسؤلیت و، د کور او ښار جوړولو وزارت به یې جوړ کړي او په خبره یې که مسؤلیت د وزارت نه جوړېده نو اړتیا ده چې نورو اړوندو مراجعو ته خپل پیغام ورسوي.
د یادولو وړ ده، چې د خواجه رواش هستوګنیز ښارګوټی د تېرې شل کلنې ادارې په مهال جوړ شوی، چې ځینې ستونزې یې پر ځای پاتې دي.