د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د پوهنې وزارت ترمنځ د ځمکې د برخلیک معلومولو په تړاو ناسته وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۲:۲۹
وزرات شهرسازی

۱۴۴۶/۰۷/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د کابل ښاروالۍ د محترم مرستیال مولوي سید عصمت الله عاصم، د پوهنې وزارت محترم مرستیال مولوي صبغت الله وصیل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترم مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل او ځینو نورو اړوندو مسلکي کسانو برخه اخیستې وه.

دغه ناسته د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د لارښوونې پر بنست شوې وه، چې په کابل کې د پوهنې محترم وزارت او تخنیکي او مسلکي زده کړو محترمې ادارې ترمنځ د یو ملکیت برخلیک معلوم کړي.

په دغه لومړنۍ ناسته کې د دواړو لوریو خبرې او دلایل واورېدل شول، ځینې اسناد یې

وکتل شول.

د ناستې په پای کې طرفینو خپل معتبر اسناد د کمېټې مشر الحاج شیخ حمدالله نعماني ته وسپارل چې تر دقیقې مطالعې او څېړنې او دغه راز د ساحې تر کتلو وروسته به خپل نظر په لیکلې بڼه د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام سره شریک کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې له امارتي ځمکو اغېزمنه ګته پورته شي او حق حقدار ته وسپارل شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 4 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۵:۱۷
Background image

لغمان کې د کډوالو د ښارګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې لغمان ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي توپوګرافي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۰:۴۴
Background image

د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې ښاري سرغړونې په ګوته شوې

۱۴۴۶/۱۰/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني په رالېږلو معلوماتو کې لیکلي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې سمنګان کې د کور او ښار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۰:۱۴
Background image

کندهار کې د اجباري راستنېدونکو لپاره د ښارګوټي توپوګرافي سروې وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې کندهار ولایت کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو. . .

BACK TO NEWS