د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیو له ساختماني چارو تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۸/۰۶/۱
د کنټرول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د خیرخانې اولې حصې، د پایتخت ترمینل مخې ته په پنځمه فرعي کوڅه کې د ودانیو له ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال هغه ودانۍ و ارزول شوې، چې د ښاري اصولو او مقرراتو، منظور شوو ښاري پلانونو، د ګاونډیو د حریم، د ودانیو د تراکم او د ځمکې د مجازې اشغال په برخه کې د احتمالي سرغړونو نښې پکې لیدل شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د دې څارنې موخه د ساختماني جوازونو او ښاري پلانونو د تطبیق ډاډ ترلاسه کول، د غیرمجازو ساختماني سرغړونو مخنیوی، د ګاونډیانو د حقوقو او حریم ساتنه او د ښاري نظم او ساختماني کیفیت ښهوالی دی.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست به د کابل ښار په ټولو ناحیو کې دا ډول څارنې په دوامدار ډول ترسره کوي او د تثبیت شوو سرغړونو په وړاندې به د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره شي.
