د بشري سرچینو ریاست د خپلو فعالیتونو په تړاو مالي او اداري مرستیال ته راپور ورکړ

it_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۳۰ - ۹:۴۳
hr-report-to-deputy

۱۴۴۳/۱۱/۲۰

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بشري سرچینو محترم رییس معروف جان جبارخېل او د هغه کاري پرسونل د یاد وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي ته د خپل ریاست اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ راپور ورکړ.

ښاغلي معروف جان جبارخېل د خپل ریاست اړوند د سوانحو، ظرفیت لوړونې، استخدام او ارزونې او دغه راز نورو برخو کې د خپلو فعالیتونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، په ریاست کې شته ستونزې یې په ګوته کړې او د حل لپاره یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د یاد ریاست له فعالیتونو او هڅو مننه وکړه او د شته ستونزو د حل برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاد ورکړ.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۱۶
Background image

د آقچې ولسوالۍ د غلې منډوي د مارکېټ له ودانیزو چاروو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د آقچې ولسوالۍ د شمال ختیځ اړخ په سیمه کې د غلې منډوي د مارکېټ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۴
Background image

په هرات ولایت کې د  ۰۵کندک  عامه امنیت اړوند جومات د اعمار له بهیره څخه څارنه وشوه

1447/03/13

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګذره ولسوالۍ په ۰۵کندک  کې د جوړېدونکي جومات د اعمار له بهیر څخه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۱۹
Background image

په میمنه ښار کې د پنځه پوړیزې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۱۳

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ملتیا د میمنې ښاروالۍ د پنځمې ناحیې د مدیریت د پنځه. . .

BACK TO NEWS