د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ د سفیدغو کلینیک د تعمیر له چارو څارنه وشوه
1444/04/04
د بامیان د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلینو د ورس ولسوالۍ د سفیدغو د کلینیک د تعمیر له چارو څارنه وکړه.
د څارنې ټیم د دې کلینیک د چارو د کمیت او کیفیت څخه څارنه وکړه چې باید یادې چارې د شرط پاڼې مطابق مخته لاړ شي.
د یاد تعمیر د رغونې چارې 90 سلنه بشپړې شوې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختمانونو د جوړولو د کیفیت او کمیت څخه څارنه کوي تر څو کارونه اصولي او معیاري مخته لاړ شي.