د ایران اسلامي جمهوریت، له کور او ښار جوړولو وزارت سره په بېلا بېلو ښاري برخو کې همکاري کوي.
۱۴۴۵/۰۱/۰۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو پراختیا معینیت سرپرست محترم مولوي روح الله احمدي په خپل کاري دفتر کې د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت له مشاور محترم سید حسین میر شفیع او له افغانستان سره په چارو کې د وزارت له استازي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې پر دوه اړخیزو ښاري همکاریو، شرفیت لوړولو او د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې د پانګونو په اړه خبرې وشوې.
د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت محترم مشاور د ایران او افغانستان ترمنځ له نیکو او دوامداره اړیکو یادونه وکړه، چې په بېلا بېلو برخو کې یې لري او پر دوام یې ټینګار وکړ.
دغه راز په ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي، د افغانستان پر وړاندې د ایران له نیک نیت او ښو اړیکو یادونه او مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن جوړولو برخه کې، پلان جوړونه، او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برخو کې همکاریو ته اړتیا لري.
ښاغلي مولوي روح الله احمدي وویل، د ا.ا.ا په بیا حاکمیت سره افغانستان کې په ټول افغانستان او بیا په ځانګړې توګه د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې د پانګونې لپاره بشپړه زمینه برابره شوې ده، چې ملي او نړیوال پانګوال کولی شي ګټه ترې پورته کړي.
ورپسې د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت محترم مشاور په خپلو خبرو کې د افغانستان هراړخیز پرمختګ د ایران په ګته وباله او زیاته یې کړه، چې دوی به له افغانستان سره په بېلا بېلو ښاري برخو او پلانونو، د ظرفیت لوړونې او دغه راز په افغانستان کې د پانګونې په موخه د پانګوالو په جلب او جذب کې همکاري وکړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.