د امام ابو حنیفه ښار د میوې او ترکارۍ د مارکیټ د چارو کیفیت وارزول شو
1444/05/01
د پروان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د امام ابوحنیفه ښار د میوې او تر کارۍ مارکیټ د رغونې له چارو څارنه وکړه.
د دې مارکیټ کارونه 96 سلنه سرته رسېدلي، چې د تخنیکي او مسلکي ټیم لخوا د دې پروژې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د کارونو د پرمختګ تر څنګ د کارونو له کیفیت او معیاریتوب څارنه کوي.
