دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو د هستوګنیز ښارګوټي د تفصیلي پلان پر عملي کولو خبرې وشوې
![picture](/sites/default/files/2024-06/6.jpeg)
۱۴۴۵/۱۱/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ ، مهاجرینو ته د دایمي اوسېدو لپاره د ځمکې د وېش کمېټې ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې، چې د ملي دفاع وزارت د وسله والو ځواکونو محترم لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت هم شتون درلود، په کې د عامې روغتیا وزارت محترم اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت محترم مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، د کرنې او مالدارۍ وزارت د استملاک محترم عمومي رئیس مولوي عبدالعلي عمري، د اوبو او انرژۍ وزارت د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو محترم رئیس عزیزالرحمن عزیز او د نورو اړوندو وزارتونو او ادارو محترمو استازو ګډون کړی وو.
په ناسته کې بحث وشو چې څنګه کېدای شي د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې ځایه شوو کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړ شوی تفصیلي پلان عملي شي او د لومړنیو ټولنیزو خدماتو د لګښتونو لپاره برخلیک معلوم شي.
تر هر اړخیز بحث وروسته تصمیم ونیول شو، چې د اوبو او انرژۍ محترم وزارت تخنیکي تیم به ساحې ته ځي او د اوبو سرچینو معلومولو او د اوبو د کچې او کیفیت تثبیتولو برخه کې به خپلې سروې په کم وخت کې سرته ورسوي.
د ناستې په دوام وویل شول، چې د یاد ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب شوی، د خط اچولو، د سیلاب اوبو د مسیر معلومولو او خوندي کولو، د ځینو برخو هوارولو، د استنادي دېوال جوړولو او د نورو ټولنیزو خدماتو د لګښتونو لپاره دې برخلیک معلوم شي.
دغه راز، وویل شولو چې په یاد ښارګوټي کې د مېشت کېدونکو کورنیو لیست او تعداد دې معلوم او له یادې کمېټې سره شریک شي، تر څو یې له مخې خط اچونه او په راتلونکي کې ورته د اوبو اړتیا پوره کولو لپاره تابیا ونیول شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو دندو پر وړاندې ځان مسؤل ګڼي او هڅې کوي چې ورسپارل شوې دندې او مسؤلیتونه په خپل وخت او سمه توګه سرته ورسوي.