خوست ولایت کې د دولتي ادارو لپاره د څو خونو د مهندسي نقشه طرحه او ترتیب شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۹:۱۹
picture

۱۴۴۵/۷/۲۲

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو رئيس محترم مولوي حضرت جمال صلاح وايي، تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د دولتي ادارو لپاره د څو خونو د مهندسۍ نقشه طرحه او ډیزاین کړه.

مولوي حضرت جمال صلاح وایي، په خوست ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست لپاره د دوه اداري خونو د مهندسۍ نقشې، د محبس د امریت دوه خونې او د خوست پر سړک د يعقوبي مسجد شریف د اړتیا وړ ځایونو نقشې ډيزاين او ترتيب شوې.

دغه راز، د خوست ولایت د اداري کمپلکس دننه د مسجد شریف د ځمکې سرحدونه په نښه، سکیچ او کروکي یې ترسره شوه.

یادې نقشې د اړوندو ادارو په غوښتنه په معیاري او اصولي ډول طرحه او ډیزاین شوې، چې د تطبیق په موخه بېرته یادو ادارو ته سپارل کېږي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه تائید او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۶
Background image

د کابل سروبي ولسوالۍ کې د رئیس باغ اقتصادي - تفریحي پارک د ځمکې د ملکیت د انتقال بهیر تر ارزونې لاندې ونیول شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس حاجي محمد مسعود وایي، د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند د باغ رئیس اقتصادي ـ تفریحي پارک د (۵۹.۶) جریبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۳۸
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د داخلي دروازې پروژې ساحوي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هلمند د مهاجرینو ښارګوټي د داخلي عمومي دروازې پروژې ساحوي څارنه ترسره کړه، په دې څارنه کې د کارونو کیفیت، د پرمختګ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت