د کابل سروبي ولسوالۍ کې د رئیس باغ اقتصادي - تفریحي پارک د ځمکې د ملکیت د انتقال بهیر تر ارزونې لاندې ونیول شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۶
سروبی

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس حاجي محمد مسعود وایي، د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند د باغ رئیس اقتصادي ـ تفریحي پارک د (۵۹.۶) جریبه ځمکې د ملکیت د انتقال په اړه مهمې تخنیکي او حقوقي ارزونې د ترسره کېدو په حال کې دي.

یاده ځمکه چې د کور او ښار جوړولو وزارت پورې اړوند ملکیت بلل کېږي، دا مهال د برېښنا شرکت له لوري ترې ګټه پورته کېږي.

د همدې موضوع د هر اړخیزې څېړنې په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام له لوري، یو ګډ تخنیکي پلاوی وټاکل شو، چې پلاوي د سروبي ولسوالۍ ته سفر وکړ او د برېښنا شرکت د مالي او اداري مسؤلینو سره یې د یاد ملکیت د لېږد اړوند تخنیکي او حقوقي موضوعات وڅېړل.

د برېښنا شرکت مسؤلینو څرګنده کړې چې د موجوده اسنادو پر بنسټ، یاد ملکیت د کور او ښار جوړولو وزارت پورې تړاو لري او  په خبره یې که دغه ملکیت د پنځه کلن ستراتېژیک پلان په چوکاټ کې شامل نه وي، نو د انتقال په برخه کې کومه ستونزه نه ویني.

سربېره پر دې، د اراضۍ (د ځمکو) ادارې له لوري هم د یاد ملکیت اړوند موضوع په رسمي ډول برېښنا شرکت ته استول شوې ده.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې موضوع به د نافذه قوانینو او اصولو په رڼا کې تعقیبېږي او لازمې کړنې به تر سره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت