تورخم ښارګوټي کې د تفصیلي پلان د تطبیق څرنګوالي په موخه دې ګډ هیئت لاړ شي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۰:۵۲
معینیت امور شهری

۱۴۴۶/۰۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له محترم استازي سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت محترم استازي وویل، اړتیا ده چې د تورخم ښارګوټي لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري جوړ شوی تفصیلي پلان په ساحه کې پلي شي.

په دغه تفصیلي پلان کې د مسافر وړونکو ترمینل، سوداګریزې ساحې، مسجد او د اړتیا وړ نور ځایونه مشخص شوي دي.

د هغه په خبره، په ساحه کې ځینې نورې ستونزې هم شته چې لازمه ده د تورخم ښاروالۍ او د کور او ښار جوړولو وزارت په همکارۍ او همغږۍ حل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، د تورخم دروازه او ښارګوټی یو اساسي او ترانزیټي دروازه او ښارګوټی دی چې باد تفصیلي پلان یې د اړونده ښاروالۍ له لوري تطبیق شي.

ښاغلي بامیاني وویل، د کور او ښار جوړلوو وزارت د تورخم لپاهر پلان چمتو کړی چې په کار ده اړونده ښاروالۍ یې تطبیق کړي، خو په خبره یې که مانع رامنځته کېږي، نو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره به یې په ګډه حل کوي.

نوموړي وویل، لازمه ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو ګډ هیئت سیمې ته له نږدې ورشي او د پلان د تطبیق لپاره ساحه له نږدې و ارزوي او د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۵۲
Background image

د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ دوام لري

۱۴۴۷/۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې کمېټې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د باعزته او دایمي مېشتېدو په موخه په یو شمېر ولایتونو کې راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د افغانستان زیربناء په تېرو جګړو کې له منځه تللې، فرصت برابر شوی چې بېرته جوړه شي

۱۴۴۷/۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت نوي مالي او اداري مرستیال محترم مولوي محمد رباني ناصح، په خپل کاري دفتر کې، د دغه معینیت تر چتر لاندې د اړوندو ریاستونو له مسؤلینو سره وکتل او پر یو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۷
Background image

د ننگرهار ولایت د ګمبیري سیمې په ساحه کې د توپوګرافیکي سروې او جي ‌ای ‌ایس چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌ایس ریاست د رئیس په لارښوونه، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د نږدې ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې د توپوګرافي سروې او جي ‌ای ‌ایس  چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت