تدارکاتي پروسې دې لنډې ، چټکې او لا شفافه شي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۹ - ۱۵:۱۶
tadarokat

 ۱۴۴۳/۰۸/۲۶

د ښا رجوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي په خپل کاري دفتر کې د دغه وزارت د تدارکاتو ریاست له مسؤلینو سره وکتل او پر اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

لومړی د تدارکاتو ریاست مسؤلینو د خپل ریاست د تشکیل ، اجراتو  او پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه چې د کومې تګلارې پر اساس تدارکاتي پروسې پر مخ بیایي او کوم پړاونه لري.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي په اړونده برخه کې لازمې لارښوونې وکړې چې د تدارکاتو برخه مهم رکن دی او مسؤلین یې باید په هره برخه کې څېړنې وکړي، کیفیت او معیار په پام کې ونیسي او د پروژو او جنسونو اهمیت ته دې وکتل شي.

دغه راز ښاغلي مالي او اداري مرستیال ټینګار وکړی چې په تدارکاتي برخو کې دې له درغلۍ او لوړ لګښت مخنیوی وشي او چارې دې شفافه وي.

د بیت المال نه ضایع کول، کیفیت او معیار ته پاملرنه ، اغېزمنتیا او کم لګښت هغه ټکي دي چې په دغه ناسته کې پرې تاکید وشو.

نوموړي زیاته کړه چې تدارکاتي پروسې دې لنډې، د اسنادو طی مراحل دې چټک او ساده شي او هغه چارې چې پخوا په یوه میاشت کې ترسره کېدې هغه دې په اونې او یا له هغې هم په کم وخت کې ترسره شي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د کونړ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له ودانیزو چارو لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۳/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي له ودانیزو چارو لیدنه هم وکړه.

دا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۹:۱۹
Background image

د ښاري ځمکو د بیو ټاکلو طرزالعمل یوځای او معیاري شو

۱۴۴۷/۰۳/۱۱

د ښاري ځمکو د بیو ټاکلو د معیاري طرزالعمل د بیاکتنې کمیټې د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال ښاغلي مولوي ګل زرین صابر، په مشرۍ، د یاد طرزالعمل مواد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو اړوند جومات کانکریټ اچولو ته اجازه ورکړل شوه

۱۴۴۷/۰۳/۱۱

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، چې د یاد ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د ګډ هیئت په شتون کې د ارشاد، حج او اوقافو اړوند هغه جومات. . .

BACK TO NEWS