بلخ ولایت کې د یو غیر معیاري بازار کروکي وشوه
۱۴۴۶/۰۷/۱۴
بلخ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الدین حامد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د غیر معیاري بازار کروکي ترسره کړه.
ښاغلي مولوي حامد وویل، تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د غیر معیاري بازارونو ارزونه، سروې او کروکي کوي.
نوموړی وایي، موخه دا ده چې څنګه کېدای شي، غیر معیاري بازارونه معیاري شي، د ولسونو اړتیاوو ته جواب ووایي او شته ستونزې یې حل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټول هېواد په کچه د شته غیر معیاري بازارونو ارزونه کوي، تر څو یې د حل په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.