بلخ ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي امریت چارې و ارزول شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۳:۳۲
بلخ سمینار

۱۴۴۶/۶/۱

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم په بلخ ولایت کې د ښاري سرغړونو امریت چارې و څارلې او په دې تړاو یې د یاد امریت کار کونکو ته پریزنټېشن وړاندې کړ.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند مسلکي ټیم ته یې دنده سپارلې وه، چې په بلخ ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي امریت چارې و ارزوي او د چارو د لا ښه مدیریت او تنظیم په موخه دې د دغه امریت کار کونکو ته پرزنټېشن وړاندې کړي.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، په دې پرزنټېشن کې ښاري سرغړونو ته د رسېدو ریاست پېژندنه، د ښاري سرغړونو پېژندنه، د ښاري سرغړونو ډولونه، د ښاري سرغړونو په رامنځته کولو کې اغېزمن عوامل، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اساسي دندې، د ښاري سرغړونو  د مخنیوي ریاست کاري پروسه او نورې مهمې برخې تشریح شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د هېواد په کچه منظمه ښاري وده او پراختیا رامنځته کړي او په هر ولایت او ولسوالۍ کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS