بدخشان ولایت کې څه باندې درې سوه زره افغانۍ عواید راټول شول

۱۴۴۴/۰۴/۱۰
د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلینو په دې وروستۍ میاشت کې (۳۲۶۰۰۰) درې سوه او شپږ ویشت زره افغانۍ عواید راټول کړل.
راټول شوي عواید په یاد ولایت کې د انجنیرۍ خدماتو له درکه دي، چې د دولت خزانې ته وراضافه شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت د خپل اړوند ټول عواید په شفافه توګه راټولوي او د ښاري وضعیت ښه کېدو او پراختیا لپاره زمینه برابروي.