افغانستان کې د اغا خان مؤسسې د اسکان برخې پر کړنو خبرې وشوې
۱۴۴۵/۵/۱۳
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د اغا خان موسسې د اسکان د برخې له مشر محترم راحت بیګ سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې د کور او ښار جوړولو وزارت په چوکاټ کې د اسکان لپاره د اغا خان موسسې پر کړنو او دغه راز د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د کورونو پر جوړولو خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.
د یادې مؤسسې مشر د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر او نورو مسؤلینو مننه وکړه چې په افغانستان کې یې له دوی سره پرلپسې همکاري وکړ، خو د ستونزو او ننګونو د حل برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني وویل، تر خپلې وسې به د رغنیزو پروژو د تطبیق برخه کې د شته ستونزو حل په موخه لازمه همکاري کوي.
ښاغلي نعماني د اسکان لپاره د اغان خان مؤسسې له مسؤل غوښتنه وکړه، چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د کورونو جوړولو په برخه کې له کور او ښار جوړولو وزارت سره خپله همکاري زیاته او چټکه کړي.
____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.