ارزګان کې د اجباري راستنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره د ښارګوټي تفصیلي پلان جوړ شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
ارزگان

 

۱۴۴۶/۰۷/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د عملیاتو چارو کمېټې محترم مشر حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د اجباري رساتنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره د ښارګوټو د تفصیلي پلانونو جوړولو په لړ کې یې دا ځل د ارزګان ترینکوټ ښار کې د ښارګوټي لپاره تفصیلي پلان جوړ کړ.
دغه پلان د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني تائید کړ، چې ارزګان کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي روح الله ته وسپارل شو.
دغه پلان په اتلس سوه (1800) جریبه ځمکه کې جوړ شو چې، یو زر او دري اتیا (1083) استوګنیزې نمرې لري او د ژوند کولو نورې اسانتیاوې هم په کې په پام کې نیول شوي دي.
ښاغلی انجنیر لطیف وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت د عملیاتو چارو کمېټې ټول غړي ژمن دي چې ورسپارل شوې دندې په خپل وخت او ښه کیفیت او معیار سرته ورسوي، تر څو هېوادوالو ته ارزښتمن خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت