ارزګان ښار کې د څلورو ناحیو د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۰۷
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د ریاست مقام په هدایت د ارزګان ښار د څلورو ناحیو له ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره کړ.
د څارنې پر مهال د څلورمې ناحیې اړوند د سردار محمد داود خان پلان په یوه استوګنیزه نمره کې د استوګنیزې ساحې خلاف د هټیو د جوړولو هڅه لیدل شوې، چې په دې اړه د کار د سمدستي درولو سپارښتنه وشوه او اړوند لوري ته وویل شول چې یاده ساحه د استوګنیز پلان برخه ده او باید یوازې د استوګنې کورونه په کې جوړ شي.
د نظارت په لړ کې د ښار ټولې ناحیې تر څارنې لاندې ونیول شوې، چې په نورو ساحو کې کوم نوي سرغړونې نه دي ثبت شوي او یوازې پخواني موارد موجود وو، چې په اړه یې مخکې هم اړوندو مراجعو ته رسمي راپورونه استول شوي دي.
همداراز ښاریانو ته د ښاري پلانونو په اړه معلومات ورکړل شول او هغوی ته توصیه وشوه چې د هر ډول ودانیزو او تجارتي کارونو د ترسره کولو پر مهال د کور او ښار جوړولو وزارت له منظور شوو طرزالعملونو او اصولو سره سم عمل وکړي.
د ښاري نظم د ټینګښت او د غیرقانوني ودانیو د مخنیوي په موخه به نظارتي چارې په دوامداره ډول روانې وي.
