د تاریخي ابداتو او لرغونو سیمو د تثبیت په موخه زندهجان او غوریان ولسوالیو ته سفر ترسره شو
۱۴۴۷/۱۲/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د پخوانیو ښارونو او تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست تخنیکي ټیم له لوري د هرات ولایت د زندهجان او غوریان ولسوالیو ته د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د تثبیت، ثبت او ارزونې په موخه رسمي سفر ترسره شو.
په دغه سفر کې د دواړو ولسوالیو له اړوندو سیمهییزو مسؤلینو سره ناستې ترسره شوې، چې په ترڅ کې د سفر د موخې، د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د تثبیت او ثبت د اهمیت او د ساتنې د ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
ټینګار وشو چې د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې موجودې تاریخي آبدې او لرغوني ځایونه باید د پخوانیو ښارونو او تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست د تخنیکي معیارونو له مخې وپېژندل شي، تثبیت او ثبت شي، ترڅو د ساتنې، مستندسازۍ او راتلونکو مطالعاتو لپاره لازم بنسټونه برابر شي.
سیمهییزو مسؤلینو د یاد پروګرام هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به اړینه همکاري کوي.
همدارنګه پرېکړه وشوه چې په راتلونکو ورځو کې به د سیمې د مشرانو او استازو په ګډون تفصیلي ناستې ترسره شي، څو د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د تثبیت او ثبت بهیر لا اغېزمن او منظم پر مخ ولاړ شي.
د یادونې وړ ده، چې د تاریخي میراثونو ساتنه او ثبت د هېواد د فرهنګي هویت د خوندیتوب مهمه برخه ده، او د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو او تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست له لارې د هېواد د تاریخي او فرهنګي شتمنیو د ساتنې او مستندسازۍ لړۍ په دوامداره توګه پر مخ وړي.
