د وزارت عمده دندې

د وزارت عمده دندې

د ښاري پلان جوړولو برخه

د کور او ښار جوړولو وزارت د افغانستان د ښارونو پراختیا برخه کې د طرحو او د پالسیو په جوړولو، ستراتېژیو او د ښاري برنامو په جوړولو او د هېواد د ښاري پراختیا او ودې د تنظیم چارې پر مخ وړي، بېلا بېل پلانونه لکه، د هېواد ملي جامع پلانونه، سیمه یز پلانونه، ښاري ستراتېژیک او جامع پلانونه، تفصیلي پلانونه، اصلاحي پلانونه، تعدیلي او بیخ بنایي پلانونه طرحه او ترتیبوي.

د ښاري بهسازۍ یا سمون پلانونه، نوې ښاري ابادۍ، بیخبنایي شبکات لکه اوبه رسول، ښاري فاضله اوبه او ترانسپورتي حمل او نقل نورې ښاري مهمې دندې دي او دغه راز په دې برخه کې په نوي ښاري تنظیم او د پخوانیو ښارونو او تاریخي ښاري اثارو ترمیم او ساتنه کوي.

------------------

د ودانیزو چارو، مسکن او د زونونو پراختیا برخه

د کور او ښار جوړولو وزارت په ودانیزو، مسکن او د زونونو پراختیا برخه کې د ښارونو او ښارګوټو په رامنځته کولو او د مسکن او ودانیو په جوړولو، ښارونو ته پراختیا او وده ورکوي او د مسکن جوړولو طرحې جوړوي.

د مسکن جوړولو پالسي جوړول، د مسکن نوي کولو طرحه، د اپارتمانونو وېشلد مسکوني مجتمع ګانو د رامنځته کولو طرحه، او د ښاري پروژو اقتصادي، ټولنیز، چاپېریالي او جغرافیایي مطالعات کول د همدې برخې نورې دندې دي.

دغه وزارت همدارانګه د دولتي ودانیو مهندسي نقشې، طرحې او ډیزاینونه کوي، د دولتي ودانیو قېمت ګذاري او جوړونه کوي، د ساختمان جوړولو د نوو سیستونو څېړنه او مطالعات کوي، د وزارت پالسۍ په پام کې نیولو سره په ښارونو کې د ودانیزو پروژو بررسي او څارنه کوي.

په دغه برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت له نورو مسؤلیتونو څخه دا هم ده، چې د مسکن وجهي صندوق به رامنځته کوي، د مسکن جوړولو او نورو ښاري برخو کې د پانګونې په موخه به خصوصي سکتور هڅوي او د ښاري زونونو پراختیا او د ښاري پروژو پلي کولو په موخه به د دولتي املاکو او ځمکو انتقال کوي.

-----------------

مالي او ادارې برخه

د کور او ښار جوړولو وزارت مالي او اداري برخه، د بودیجې چارو تنظیم، د ورسپارل شوو دندو له سرته رسولو او د دې وزارت د کارکوونکو له کړنو څارنه کوي.

په دغه برخه کې د وزارت نورې اساسي دندې دا دي، چې د بشري سرچینو اړتیا به درک کوي، د تشکیلاتو بیا کتنه به کوي، وزارت لپاره به ځوان، ژمن او وړ کادرونه جذبوي، د وزارت کالنۍ عادي او پراختیایي بودیجه به ترتیبوي، د دفترونو د اړتیا وړ جنسونو اخیستل، تنظیم او څارنه به کوي، له ټکنالوجۍ څخه ګټه پورته کول به تنظیموي، د کارکوونکو ګمارل، ارزونه او د وړتیاوو لوړونه به کوي، عویاد به راټولوي او د دې وزارت اړوند قوانین او تګلارې به جوړوي او دغه راز به وظایفو حجم تنظمیوي.

Acting Minister of Urban Development and Housing

4 months 1 week ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and Land into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Hamdullah Nomani
wazir-image-new