بېلابېلو ولایتونو کې د مهاجرینو د ښارګوټو د خط اچونې بهیر، عام المنفعه تأسیساتو جوړول او د نمرو د وېش چارې دوام لري
۱۴۴۷/۰۵/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت چې د اسکان دایمي کمېټې مشري په غاړه لري، په بېلا بېلو ولایتونو کې یې د تفصیلي پلانونو پر اساس د مهاجرینو د ښارګوټو د خط اچونې بهیر، د عام المنفعه تأسیساتو جوړول او په ځینو ولایتونو کې پر مهاجرینو د نمرو د وېش بهیر په منظم ډول روان ساتلی دی.
تازه د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یاد ښارګوټي له چارو څارنه وکړه.
د اسکان دایمي کمېټې منشي محترم انجنیر فهیم الله زکریا وایي، دمګړۍ په ننګرهار، لغمان، زابل، سرپل او سمنګان ولایتونو کې د مهاجرینو په ښارګوټو کې د پلان مطابق د خط اچولو پروسه روانه ده، چې له مخې به یې نمرې او د نمرو مساحت معلوم او نورې چارې روښانه شي.
ښاغلي انجنیر زکریا وایي، بلخ، کندز، بامیان، هلمند او فاریاب ولایتونو کې د مهاجرینو ښارګوټو کې د لومړنیو خدماتو چارې دوام لري.
دغه راز نوموړی وایي، په ورته وخت کې، د نمرو د وېش بهیر هم پیل شوی، چې د کندهار سربېره په بلخ او کندز ولایتونو کې پر مخ روان دی.
د معلوماتو له مخې، د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د نمرو د وېش پروسه د ۲۴۶۲ مستحقو کورنیو له ډلې د ۳۱۳ کسانو لپاره عملي شوې او د پاتې نورو لپاره جریان لري.
دغه راز، په کندز ولایت کې تر دې دمه د ۲۵۰ کسانو لپاره د نمرو د وېش چارې ترسره شوي، چې پاتې نور په نوبت کې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې یادې پروژې د مهاجرینو د دایمي استوګنې د ستونزو حل، منظم ښار جوړولو او د انډولیزه پرمختګ په موخه عملي کړي.
