بېلابېلو ولایتونو کې د مهاجرینو د ښارګوټو د خط‌ اچونې بهیر، عام المنفعه تأسیساتو جوړول او د نمرو د‌ وېش چارې دوام لري

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۱۳
مهاجرین

۱۴۴۷/۰۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت چې د اسکان دایمي کمېټې مشري په غاړه لري، په بېلا بېلو ولایتونو کې یې د تفصیلي پلانونو پر اساس د مهاجرینو د ښارګوټو د خط‌ اچونې بهیر، د عام المنفعه تأسیساتو جوړول او په ځینو ولایتونو کې پر مهاجرینو د نمرو د وېش بهیر په منظم ډول روان ساتلی دی.

تازه د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یاد ښارګوټي له چارو څارنه وکړه.

د اسکان دایمي کمېټې منشي محترم انجنیر فهیم الله زکریا وایي، دمګړۍ په ننګرهار، لغمان، زابل، سرپل او سمنګان ولایتونو کې د مهاجرینو په ښارګوټو کې د پلان مطابق د خط ‌اچولو پروسه روانه ده، چې له مخې به یې نمرې او د نمرو مساحت معلوم او نورې چارې روښانه شي.

ښاغلي انجنیر زکریا وایي، بلخ، کندز، بامیان، هلمند او فاریاب ولایتونو کې د مهاجرینو ښارګوټو کې د لومړنیو خدماتو چارې دوام لري.

دغه راز نوموړی وایي، په ورته وخت کې، د نمرو د وېش بهیر هم پیل شوی، چې د کندهار سربېره په بلخ او کندز ولایتونو کې پر مخ روان دی.

د معلوماتو له مخې، د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د نمرو د وېش پروسه د ۲۴۶۲ مستحقو کورنیو له ډلې د ۳۱۳ کسانو لپاره عملي شوې او د پاتې نورو لپاره جریان لري.

دغه راز، په کندز ولایت کې تر دې دمه د ۲۵۰ کسانو لپاره د نمرو د وېش چارې ترسره شوي، چې پاتې نور په نوبت کې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې یادې پروژې د مهاجرینو د دایمي استوګنې د ستونزو حل، منظم ښار جوړولو او د انډولیزه پرمختګ په موخه عملي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

په لوګر کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په وېشل شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې په منظم ډول دوام لري.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت