فاریاب کې د سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۸
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقاروایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د میمنې ښار د ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د پنځه پوړیزه سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، د دې مارکیټ د لومړي پوړ د قالبندۍ، سیخ بندۍ او نورې چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.