په کندهار کې د دوه ودانیزو پروژو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۵
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د میوند ولسوالۍ او د دې ولسوالۍ د امنې قوماندانۍ د اداري تعمیرونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي سعید وویل، د میوند ولسوالۍ د اداري تعمیر د احاطوي دیوال د پلستر کارۍ چارې روانې وې، چې کارونه یې (۹۰) سلنه مخته تللي دي.
همدارنګه د امنې قوماندانۍ د اداري تعمیر د احاطوي دیوال چارې بشپړې شوي دي چې صرف (۳۰) سلنه پلسترکارۍ یې پاتې ده.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.