د مالي او اداري مرستیال په مشرۍ ناسته وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۳۰
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ ناسته وشوه، چې د دغه وزارت کار کوونکي باید په ټولو چارو کې د اسلام دین په پام کې ونیسي.
ښاغلي محمد ارسلاح خروټي وویل، هر کار کوونکی باید لمونځ په جماعت اداء کړي او خپل صورت او سیرت په اسلام برابر کړي.
په غونډه کې د دغه وزارت د دعوت او ارشاد ریاست محترم رئیس مفتي عبدالاحد حقاني وویل، د امیر المؤمنین حفئه الله حکم دی چې هر وزارت کې یوه کمېټه جوړېږي او دوی به د امربالمعروف او نهی عن المنکر دنده پر مخ وړي.
ښاغلي حقاني وویل، سرغړوونکو ته لومړی توصیه کېږي، بیا یې راپور له مقام سره شریک کېږي او آن تر امیرالمؤمنین حفئه الله یې راپور رسېږي، چې بیا د شکایت حق نه لري.
په ورته وخت کې د یاد ریاست محترم مدرس استاد مولوي سید عبدالله پاچا وویل، کار کوونکي دې په وخت جماعت ته حاضرېږي، رئیسان دې په نیکیو امر او له بدو منع کولو کې همکاري وکړي او خپل کار کوونکي دې کنټرول کړي.
د غونډې په پای کې محترم اداري او مالي مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل، هر رئیس دې خپل کار کوونکي وڅاري، تر څو وظیفوي غفلت ونه کړي، حاضر وي او خپل رسمي ساعتونه د مسلمانانو په خدمت کې تېر کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي، چې د دنیوي چارو ترڅنګ د کار کوونکو اخروي چارې هم سمبال او د دارینو بریا یې نصیب شي.