لوگر کې د صنعتي پارک د زیانمن شوو ساحو څېړنه وشوه
![لوگر](/sites/default/files/2025-02/lwgr.jpeg)
۱۴۴۶/۰۸/۱۳
لوگر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي انجینري ټیم یې د بېلا بېلو ادارو د استازو په شتون کې په دغه ولایت کې د شته صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه.
ښاغلی مولوي زاهد وایي، په دغه لیدنه کې د یاد پارک د زیانمن شوو ساحو بررسي وشوه چې په خبره یې دغه چاره یې د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د حکم په اساس ترسره کړه.
نوموړی وایي، په یاد صنعتي پارک کې بېلا بېلې برخې لکه چاپېریالي دېوالونه، د سړکونو جدولونه، د پلي لارو سنگ فرشونه، د سړک بغلې او د صنعتي پارک عمومي دروازه زیانمن شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه زیانونه یادو برخو ته د بېلا بېلو لاملونو له کبله اوښتي دي چې، تمه ده تر بررسۍ وروسته به یې د رغولو لپاره ګامونه پورته شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو دولتي پروژو څارنه کوي او د اړتیا په صورت کې یې د پلان له مخې د ترمیم او رغونې غوښتنه کوي.