فاریاب ولایت کې د اقینه بندر له چارو څارنه وشوه
![picture](/sites/default/files/2024-04/whatsapp_image_2024-04-28_at_9.51.06_am.jpeg)
۱۴۴۵/۱۰/۲۰
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج خال میرزا ذوالفقار وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم په یاد ولایت کې د اقینې بندر تر څنګ له یو شمېر نورو پروژو څارنه وکړه.
د ښاغلي ذوالفقار په خبره، د اقینې بندر چې خان چهار باغ ولسوالۍ کې موقعیت لري، د دې بندر خط اچونه مخکې تر سره شوې، چې د دوی د تخنیکي ټیم په ملتیا یې له چارو څارنه وشوه.
د اقینې بندر کې د لاسي صنایعو د ودې او ترویج، یوې لوړ پوړیزې ودانۍ، یو باب مسجد شریف، داخلي سړکونو او د یوې بلې درې پوړیزې ودانۍ تفصیلي پلانونه مخکې له مخکې جوړ شوي.
د دغه پلانونو د پلي کېدا پر وړاندې د شته کوچنیو ستونزو د حل برخه کې د اقینې بندر له محترمې ښاروالۍ سره خبرې وشوې، تر څو یې چارې د پلان مطابق سرته ورسېږي.