شبرغان ښار کې د عرب خانه کلي د مسجد شریف خط اچونه ترسره شوه
۱۴۴۵/۰۶/۰۷
جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، په دغه ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست او یو شمېر د کلي اوسېدونکو په شتون کې یې د شبرغان ښار د عرب خانه کلي د مسجد شریف د جوړولو په موخه خط اچونه ترسره کړه.
ټاکل شوې، چې دغه مسجد شریف په راتلونکو شپږ میاشتو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له لوري په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي شکل و رغول شي.
د رغنیزو چارو څارنه یې د کور او ښار جوړولو وزارت د شبرغان ریاست له لوري په اصولي توګه ترسره کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختمانونو له رغنیزو چارو څارنه کوي، کیفیت او معیارونه یې په پام کې نیسي، چې د نیمګړتیاوو په صورت کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې کوي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.